IQNA

 د عربستان د قرآن سیالیو له ګډونوالو سره د سمارټ ربات تعامل

7:21 - February 17, 2026
د خبر لمبر: 3492464
ایکنا - د مصنوعي ځیرکتیا (آرټيفیشل اینټلیجنس اې آئي) ربات چې په ۹۵ ژبو د خبرو اترو وړتیا لري، د سعودي د عمومی قرآني سیالیو معلومات او مهالوېشونه ګډونوالو ته لېږي او د هغوی احتمالي پوښتنو ته ځوابونه ورکوي.

 ایکنانیوز د  «الیوم»  له قوله راپور راکړی،  د عربستان د اسلامی، دعوت و ارشاد د چارو  وزارت  د دغه هېواد د وزیر عبداللطیف بن عبدالعزیز آل الشیخ د لارښوونو د عملي کولو په موخه، یو رباټیک سیستم چې پر مصنوعي ځیرکتیا(اې آئي) کار کوي، د نارینه او ښځینه ګډونوالو د خدمت لپاره د قرآن د حفظ، تلاوت او تفسیر د اووه‌ویشتم پړاو عمومی سیالیو «د ملک عبدالعزیز سیالۍ» کې ګمارلی دی.

دغه ربات د سیالیو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کوي، چې پکې د ګډونوالو شمېر، د سیالیو جایزې چې ارزښت ئې  ۷ میلیونه سعودي ریاله دی، او د سیالیو څانګې شاملې دي، او دا معلومات د ګډونوالو واټساپ ته استوي.

دا ربات همدارنګه په ۹۵ نړیوالو ژبو له ګډونوالو سره د تعامل وړتیا لري. له دې ټیکنالوژۍ ګټه اخیستل د سعودي د اسلامي چارو وزارت هغه هڅې څرګندوي چې غواړي د مصنوعي ځیرکتیا له نوې ټکنالوژۍ څخه د قرآن کریم د خدمت او د ګډونوالو د تجروبې د لوړولو لپاره، د سعودي د ۲۰۳۰ لیدلوري سره سم، استفاده وکړي.

د یادونې وړ ده چې د دغو سیالیو وروستی پړاو د جمعې په ماښام، د سلواغې په ۲۴مه، چې د سعودي د کال هیندارې  له مخې له ۲۵ شعبان  سره برابره ده، پیل شو او د قضاؤت کمېټو په شپږو څانګو کې د ګډونوالو تلاوتونه وارزول.

په دغو سیالیو کې ۱۲۹ ښځینه او نارینه ګډونوال شتون لري او سیالۍ به تر ۲۹ شعبان پورې دوام وکړي.

https://iqna.ir/fa/news/4334501

captcha